قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د روس کلتوری او ټولنیزه اونۍ لیک په ۷۸ شمېره کې چې مسکو کې د ایران کلتوری سازمان له اړخه د کال ۹۶ په اردیبهشت میاشتې په دویم اونۍ لیک کې دا خبر خپور شوي: په روس کې د قرآن کریم ځنې قېمتي او لرغونې نسخو نه ساتنه کېږي چې لرغونتوب یی تقریباْ تر اوومې پېړۍ رسې. او دا قلمي آثار زیات د پتر کبیر(د روس له پادشاهانو) او ایکاترینای کبیر(د پتر کبیر ښځه) هڅو سره روس ته راوړل شوی.
پنځه هغه نسخې چې له دغو نه ډېر ارزښتمنې ګڼلې کېږي د هغې شرح دلته ورکوو:
عثماني قرآن
د دغه قرآن کاپی چې د منځني ختیځ مسلمانان هغه د قرآن کریم لومړۍ قلمي نسخه ګڼې دا د سنت پتر زبورګ ښار په انیستیتو قلمي آثارو کې ساتلې کېږي.
کوفې قرآن
د کوفې قرآن ځنې لرغونې برخې د روسه په موزه کې ساتلې کېږي، د دې یوه مجموعې په سنت پتر زبورګ ښارکې د روس ملي کتابتون سره تړون لري.
د دې نسخې ځنې برخه د قاهره لرغونې جومات «عمرو بن عاص» نه دلته راوړل شوې، د قلمي نسخې چې په کوفې خط کې لیکلي شوي، د دې کتابتون دغه مجموعه د اروپا حتی د نړۍ ترټولو سترې مجموعې کې شمېرلې کېږي. د دې مجموعه مهمه برخه، او ارزښتمن ټوټه د یو لرغونی قلمی قرآن نسخه ده چې دویمه ټوټه یی د پاریس ښار ملي کتابتون کې اوس هم ساتلې کېږي.
تاتاری قرآن
د قرآن کریم یوه ځانګړې قلمي نسخه چې د روس په مرکزي ښار ماسکو کې قلمي نسخو سره ساتلې کېږي چې د هغې په اړه ویلې شوي چې دغه نسخه به د مختلفو رسمونو او محفلونو کې قسم خوړلو لپاره استعمالی ده.
په ډې نسخه کې د سوره نحل ۹۱ آیت چې د قسم خوړلو لپاره ترې استفاده کېږي په سروزرو سره لیکلې شوي.
اته اړخيزه ميناټور قرآن
د اته اړخیزه ميناټور قرآن دری نسخې د روس علمونو اکاډمۍ کې د پتر کبیر ولس پوهنې او انسان پوهنې موزه کې ساتلې کېږي.
د فابرژه قرآن
د قرآن یوه بله لرغونې نسخه چې د جواهر مشهور جوړوونکې کارل فابرژه سره تړون لري چې له فرانسوی شهزاده سیل مورات نه اخیستلې شوي ده د روس انقلاب نه ورستو حکومت د دغه فابرژه یوه برخه خرڅ ته وړاندې کړه. د دغه قلمي نسخې مجموعه چې له کارل فابرژه سره منسوبه وه او د سنت پتر زبورګ ښار په موزه کې ساتلې کېږي.
http://iqna.ir/fa/news/3594558