IQNA

اسکندریه کتابتون کې د خانه کعبه پرده ځای شوه

10:40 - August 30, 2016
د خبر لمبر: 3480175
نړیواله ډله: د خانه کعبه پردي یوه ټوټه چې کال ۱۸۳۰ سره تړون لرې په مراسمو کې د مصر اسکندریه کتابتون کې ځای شوی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د مصر الیوم السابع ورځپاڼې نه په نقل، د خانه کعبه پردي یوه ټوټه چې کال ۱۸۳۰ سره تړون لرې په مراسمو کې چې د مصر اسکندریه ولایت محلی چارواکو، د دغه هیواد د پارلمان غړې، مصري چارواکي، سفیران او مصر کې مېشته بهرنې هیوادونو دپلوماتیک په شتون کې د اسکندریه کتابتون کې ځای شوه.

هغه زیاته کړه: د خانه کعبه پرده په دې وخت کې به د کتابتون ننوتلو دروازه کې اېښودلې کېږي چې نندارچي ترې ننداره وکړې او بیا مراسمو کې به د هغې نوې ځای مشخص کېږي.

د کعبه د پردې مالک یشار حلمی چې دا یی د اسکندریه کتابتون ته ډالي کړې ده وویل: دې کتابتون ته دا پرده چې یو تاریخي حیثیت لري خو ولی دا پرده یواځې یو هنري اثر نه دې بلکې دا ډېر دینی ارزښت لري.

د مراسمو په پایی کې شتون لرونکو د خانه کعبه پردې سره انځورونه واخیستل.

د خانه کعبه دېوال په پرده پټولو سنت ۶۰۰ کاله مخکې شروع شوي او دا پرده لاس سره ګنډلې کېږي او ۵۰ ټوټې یی د مختلفو خالص ورېښمینو نه دې او د پاسه پرې د سپینو تارونو کار شوې او په سرو باندې د قرآن کریم آیتونه پرې لیکلې شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3525172


captcha