قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «ورلډ بولیټن» خبرونو بنسټ نه په نقل، د جمعه په ورځ «آیسن ګورجان» د کورنۍ او ټولنیزه سیاست د وزیر په عنوان د «احمد داوود اوغلو» ړومبنی وزیر په موقت حکومت کې وټاکلې شو.
د داوود اوغلو حکومت به تر ۱۰آبان د ترکی انتخاباتو پوری کار ترسره کوی.
۵۲کلیزه ګورجان د استامبول تجارتی علمونو پوهنتون ادبیاتو پوهنځې کې د روزنو علمی برخې علمی ډلې غړی ده او له دې نه وړاندې د کورنۍ او ټولنیزه سیاست وزارتخانه کې د ټولنې او کورنۍ څېړنو برخې مشره وه.
هغه د درې زامنو مور ده، او د ترکی ښودنې او ځوانانو بنسټ مشرانو ډلې استازی ده. بلال اردوغان د ترکی د ولس مشر زوې هم د دغه بنسټ مشرانو ډلې غړې دی.
دوه کاله وړاندې د ترکی حکومت په پوهنځیو او حکومتی ادارو کې په ښځو باندې د حجاب بندیز لغو کړی وو چې دا کار د مخالفو اعتراض سره مخامخ شوی وو ځکه چې دا اقدام د ترکی سیکولرې قوانینو سره مخالف دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/3353901