IQNA

د بنګلادېش تاریخی جومات د ویجاړېدو خطر سره مخامخ

23:00 - September 01, 2015
د خبر لمبر: 3356099
نړیواله ډله: د بنګلادېش «تنګیل دیلدوار» ښار عطیه جومات چې څلور سوه لرغونتوب لری لرغونپېژندونکې ته د بیا بیا خبردارې نه با وجود هم د مسؤولانو بې پروایی او غفلت له وجهې د ویجاړتیا خطر سره مخامخ دې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «دیلی استار» خبرونو بنسټ نه په نقل، د بنګلادېش «عطیه» بنسټ مشر «محمد بابولوزامان» په دې اړه وویل: د دې تاریخی ځای حفاظت کولو خلکو او محلی مقاماتو کوښښ کړی خو ولی د لرغون پوهاند سازمان همېشه زمونږ مخنیوې کړی.

د بنګلادېش عطیه جومات په کال ۱۶۰۴ کې د وخت د حاکم له اړخه جوړ شوی وو.

دا جومات د مسلمان کشمیری باچا «شاهان شاه» چې په کال ۱۵۰۸ کې دې سېمې ته راغلې وو.

د لرغونپېژندونکې  په سبب دا ځای د بنګلادېش لپاره یو ځانګړیتوب لری.

سره د دې چې دا جومات څوځله جوړ کړو خو ولې او بیا هم تعمیر ته اړتیا لری.

د دې تاریخی جومات مسؤولیت د کال ۱۹۷۸ نه د بنګلادېش لرغونپېژندونکې ترلاسه کړی وو.

که څه هم د بنګلادېش د لرغونپېژندونکې سازمان له دې جومات نه ۶میاشته مخکې کتنه کړی او د دې جوړولو یی وعده ورکړی خو ولې تراوسه یی پرې کار نه دې شروع کړی.

د آسیا جنوب کې بنګلادېش هیواد  ۱۴۴ ملیون مسلمانو ټولنې سره د نړۍ کې د مسلمانانو دریم لوی هیواد دې، د بنګلادېش اکثره مسلمانان اهل سنت دی.

بنګلادېش کې تقریباْ ۱۵۰ زره جوماتونه وجود لری چې زیات په کې د دې هیواد پای تخت داکا ښار کې دی، چې اکثره جوماتونه د داکا ښار مرکزی او جنوبی سیمه کې اباد دی، د بنګلادېش د کلتور او ټولنیزه ژوند ته توجه سره د کلی یو شمېر کورنۍ ځان ته پخپله کوڅه کې یو جومات لری او د ورځې لمونځونه په جومات کې په جمع کوی، خو ولی د جمعه لمونځ که په ښار کې وې او که په کلې کې په ستر جومات کې کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3353418

captcha