قرآن کریم پنځلسمه سوره ؛حجر ؛ نومیږي . دغه سوره چې 99 آیتونه لري او د قرآن کریم په څوارلسمې سپارې کې واقع شوي ،په مکې شریفې کې نازله شوي یوه سوره ده او څلورپنځوسمه سوره چې د اسلام پر پیغمبر نازله شوې ده .
د حجر په نامې سره ددغې سورې دنومولو دلیل ،له 80آیته تر 84پورې په آیتونو کې دحضرت صالح دقوم ، یعني د قوم ثمودکیسې ته اشاره ده چې په همدې نامې ټاټوبي کې ،یعني په اصحاب حجر نومې ځاي کې دشتون په خاطر نومول کیدله . حضرت صالح ، یو عرب پیغمبر او د دنوح دزوي سام زوی دی . په قرآن کریم کې د صالح نبی نامه نهه ځله راغلې ده او هغه له نوح او هود څ خه وروسته ذکر شوې ده .
حجر سوره، د عالم هستۍ د پیلیدا او دمعاد ،په خداي د ایمان او د قرآن دعظمت اود بدکارو د سزاکیدا دنښو نښانو خبره کوي . په دغې سورې کې د حضرت آدم علیه السلام د خلقت ماجرا، له ابلیس او شیطان پرته هغه ته د ملائکو د سجدې ، د حضرت ابراهیم ته د ملائکې د ځيرې د کیسې ، د ثمود قوم کیسې او د لوط د قوم د تاؤتریخجنو چلندونو په دلیل د لوط قوم عذاب ته اشاره شوې ده .
ددغې سورې د پام وړ یو ټکی ، له پنځون سره اړونده آیتونه دي . له شپږویشتمه تر درې څلویښتم پورې په آیتونو کې دانسانانو او جنیانو د پنځیدا کیسې او ددغو دوو ډلو دخلقت مادې کیسه راپور کیږي او له الهي فرمان څخه د فرښتو اطاعت او د ابلیس سرغړونې ته په اشارې سره ، له الهي درګاه څخه د هغه د شړل کیدا موضوع مطرح کیږي .
دحضرت آدم د پنځیدا او د ابلیس د سرکشۍ کیسه او بلاخره دهغه دکار کیسه ، د درستو انسانانو لپاره دیوه خبرداری په توګه ده ، ځکه چې ابلیس یا شیطان د انسان په خاطر د خداوندمتعال له درګاه څخه وشړل شو ، خو له شړل کیدا مخکې ئې له خداي تعالی څخه وغوښتل څو هغه ته دې دانسان د ګمراه کولو فرصت ورکړل شي . هغه ته دا فرصت ورکول کیږي او ابلیس قسم خوري ، څو دخداي له خاصو بندګانو پرته انسان ګمراه کوي .
البته داسې نه ده چې انسان د شیطان په لومې کې له ښکیلیدا پرته بله چاره هم ونه لرل شي ؛ خداي تعالی په حجر سورېئ کې انسان په یوه دوه لاري کې انځور کړی چې پخپل اختیار سره په دوغو دوو لارو کې یوه غوره کړي ، له یوه پلوه هغه کسان چې پر ځان د شیطان دمسلط کیدا خنډ کیږي ، په داسې بڼه کې «إِنَّ الْمُتَّقِينَ فِي جَنَّاتٍ وَعُيُونٍ؛ ادْخُلُوهَا بِسَلَامٍ آمِنِينَ: یعني بې شکه پرهیزګاران په باغونو اوباغچو کې ښائي ، نو په سلامتیا او امن سره هلته داخل شئ (د حجر سورئې ۴۵ او ۴۶آیتونه)
او له بل پلوه هغه کسان دي چې د شیطان پیروي کوي ،نو په داسې بڼه کې ؛د حجر سورې په ۴۳آیت کې راغلي دي ، چې ؛«وَإِنَّ جَهَنَّمَ لَمَوْعِدُهُمْ أَجْمَعِينَ: او په قطعي توګه د هغوي ټولو ځاي جهنم دی ::::