IQNA

د ایمان اتلوان ولې زیات استغفار کوي؟

15:41 - May 13, 2022
د خبر لمبر: 3485792
تهران(ایکنا) انسان له تیروتنې او ګناه سره مخامخ دی.

له یوې خوا داسې بیلګې مطرح شوي دي چې له خطا اوګناه څخه لیرې دي او ‌ډیر ایمان او معنویت لري اوهغه د مومنانو د بیلګې په توګه معرفي شوي دي.
خو ولې دغو بیلګو ډیرې اوښکې،فریاد او استغفار لرلی دی؟ مګر دوې زیاتې ګناهانې کړي دي.؟
په روایتونو کښې ویل شوي دي پیغمبر هره ورځ اویا (۷۰) ځله استغفار وایه.
د افتتاح دعا ، د ابو حمزه ثمالي دعا،او د کمیل دعای وغیره وغیره په شان د خدای پاک د اولیاو دعاګانې هم د ځان د ‌ډیر ملامتولو، د پښیمانۍ د څرګندولو او د ګناه د پریښودلو له فیصلې ‌ډکې دي .
د اولیاو او د ائمه علیه السلام د استغفار کولو او ژړا کواو راز څه دی؟
د معصومینو په هکله معمولا زمونږ تصور دا دی چې هغوې ګناه نه کوي اوله خطا څه پاک او صاف کسان دي، نو ځکه د هغوې استغفار کول عجیبه چاره ګڼو.
پر دې اساس ،فکر کوو د ابو حمزه ثمالي د دعا په شان لوړ مناجات چې له هغه صادر او ایشوا شوي دي، زمونږ د روزلو لپاره دي ګڼي هغوې په داسې ځاې کښې نه دي چې ووايي«لَعَلَّکَ رَأَیْتَنِی آلِفَ مَجَالِسِ الْبَطَّالِینَ :یعني زه د بیهوده کسانو په مجلسونو (غونډو) کښې کیناستم» یا دا چې پیغمبر اکرم حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم وژړي او له خدای وغواړي«اللَّهُمَّ لَا تَكِلْنِي إِلَى نَفْسِي طَرْفَةَ عَيْنٍ أَبَداً:ای خدایه ما یوه شیبه هم په خپل حال پرې نه ږدې».
پوښتنه دا ده چې دغو بزرګورانو د څه لپاره دغه کار کاوه؟ پوښتنه دا ده هر بنده چې مقام یې لوړ وي او خدای ته نږدې وي ،ښه پوهیږي چې دې خدای ته څومره احتیاج لري.
مونږ کم په دغه ضرورت پوهیږو او ورته مو پام نه دی چې د الله په مقابل کښې څومره فقیران یوو.
څرنګه چې پیغمبر اکرم حضرت محمد (ص) فرمايي « الفق فخري» دغه فقر ته اشاره او له فقر څخه د هغه درک د خدا په نسبت د هغه وجود دی.
په همدې دلیل ده چې په قران کریم کښې خاص بندګان د « اواب » په نوم یاد شوي دي.
د اواب ټکی څلور(۴) ځله په قران کریم کښې ذکر شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4053745

captcha