مومنان د خدای له یادولو پرته هیڅ کار نه ترسره کوي او دغه اعتقاد لري که چیرې د کار له ترسره کولو مخکې انشا الله ونه وايي نو کار یې په سم ډول نه ترسره کیږي .
د قران کریم د کهف سورې درویشتم او څلرویشتم ایتونه چې په مشیت ایتونو مشهور شوي دي ، ځکه چې خدای پاک په دغو ایتونو کښې له پیغمبر غوښتي دي کله چې غواړي د هغو کارونو په هکله چې په راتلونکي کښې ترسي شي څه ووايي نو د انشاالله په ویلو سره هغه کار د خدای له حکم او غوښتنې سره اړونده کړي .
د انشا الله په ویلو سره تائیدوو چې د خدای په ارادې سره هر کار ترسره کیږي .
د قران کریم دغه ایتونه د دغه مطلب د بیانولو لپاره دي چې هیڅ سړی په خپل مالکیت او فاعلیت کښې خپلواکۍ نلري او په هر شي باندې د سړي ملکیت یا په هر کار باندې اغیز به یوازې د خدای پاک په اجازې او ارادې سره وي .
د انشاالله ټکي کارول په فردي توان او ارادې باندې د سترګو د پټولو په معنا نه دي بلکې د خدای په درګاه کښې د ادب د رعایتولو نښه او هم د یوې پیښې په تحقق کښې د انسان له اختیار څخه د خارجو شرایطو په نظر کښې نیول دي .
په دغو ایتونو کښې ویل شوي دي وَلَا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا إِلَّا أَنْ يَشَاءَ اللَّهُ ۚ وَاذْكُرْ رَبَّكَ إِذَا نَسِيتَ وَقُلْ عَسَىٰ أَنْ يَهْدِيَنِ رَبِّي لِأَقْرَبَ مِنْ هَٰذَا رَشَدًا(د قران کریم د سورې کهف درویشتم او څلرویشتم ایتونه )
په تفسیر المیزان کتاب کښې د دغو ایتونو په هکله ویل شوي دي دغه دوه(۲) ایتونه د دغه مطلب د بیانولو هڅه کوي هغه څه چې په دنیا کښې دي د خدای پاک ج په اختیار کښې دي او هر بدلون چې وغواړي په هغه کښې رامینځته کوي او هیڅوک د یوه (۱)شی مالک نه دی مګر دا چې خدای پاک هغه د کوم شي مالک کړی وي .
د قران کریم د دغه ایت د دغه برخې هدف چې وايي َا تَقُولَنَّ لِشَيْءٍ إِنِّي فَاعِلٌ ذَٰلِكَ غَدًا دا نه دی چې خپل کارونه په ځان پورې ونه ګڼئ بلکې وايي کله چې په راتلونکي کښې د کوم کار د ترسره کولو اراده لرئ ، د انشا الله ټکي په ویلو سره هغه کار د خدای له غوښتنې او حکم سره مشروطه کړئ .
البته د انشا الله ټکي ویل حکم نلري او د هغه نه ویل ګناه نه ګڼل کیږي .
خو کارول یې په پریکنده توګه د ویونکي د الهي کتنې ښودنه کوي .
(المیزان في تفسیر القران کتاب چې ډیر په تفسیر المیزان شهرت لري په عربۍ ژبې د قران تر ټولو مفصل او جامع تفسیرونه لري چې د قران په قران رودې سره په څوارلسمې(۱۴) هجري قمري پیړۍ( له نولس سوه یواتیایم څخه تر نولس سوه دوه نویم میلادي کال پورې وخت) کښې د ستر شیعه دین پیژاند او تفسیر لیکونکي سید محمد حسین طباطبايي په قلم لیکل شوی دی .