ایکناخبري آ ژانس راپور راکړ،د پاکستان د مذهبی چارو وزیر صاحبزاده نورالحق قادري په همداوروستیو کې په پاکستان کې د مصر له سفیر طارق محمد دحروج سره پّ کتنې کې په لاهو ښار کې د الازهر کالج په نامې سره د الازهر پوهنتون د یوې څانګې د تاسیس لپاره د خپل هیواد دحکومت دفیصلې خبر ورکړی ددی .
په لاهور کې دا یران د کلتوری خونې د خبرتیا په اساس ، په دغې کتنې کې پير انوارالحق قادري،د دو اسلامی هیوادونو ترمینځ په دیني چارو او تعلیمي حوزې کې ملګرتیا مهمه بللې او وئيلي دي ،په مصر کې الازهر پوهنتون به ، په لاهور کې دالازهر کالج یا پوهنځي لپاره د استاذانو ،متنونو او درسي کتابونو تامینیدا برابره کړي او ددغه پوهنځي مدیریّتي او اداري چارې به د پاکستان په غاړه وي . \
د پاکستان د دغه مرکزی وزیر په وینا د ضرورتونو د تامینولو او نظارت لپاره به د مرکزي حکومت د خارجه ، تعلیمي او مذهبی چارو د وزارتونو اود پنجاب صوبې د اوقافو وزارت د کارپيژاندو یوه کمیټې جوړه شي .
هغه ددې خبرې په کولو سره چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د روښانه راتلونکي لرلید ته د رسیدا لپاره په پاکستان کې د الازهر پوهنځي تاسیس لازم ګني،ووئيل ، ډیر زر به ددغه کالج د تاسیس لپاره د پاکستان او مصر د حکومتونو ترمینځ یو رسمي تفاهم نامه لاسلیک شي .
له معتدل اسلامه پیروي او د مختلفو اسلامی مذهبونو د پیروګارو ترمینځ د ګډ سوله ایز ژوند لپاره زمینه جوړونه ، د پاکستان د مرکزي او پنجاب صوبې د حکومتنونو یو غوره سیاست دی .دې ته په پام سره چې پاکستان د فرقه پالنې په چارو کې یو ډیرحساس هیواد دی ،او دغه اسلامی هیواد په تیرو څلورو لسیزو کې د مذهبی افراط پالنې له څپو ډير نه جبرانیدونکي تاوانونه زغملي دي .له دغې سترې اجتماعي ستونزې سره مقابله د پاکستان دمرکزی او صوبائی حکومتونون یوه اصلي غوښته ده .