ایکناخبری آژانس راپور راکړ، انجنئير محمد علی میرزا په پاکستان کې د اهل تسنن په هغو درو خپلواکه دیني عالمانو کې یو عالم دی ، چې په یوټیوب چینل کې څه دپاسه یو میلیون اته لکه تعقیبونکي لري .پّ یوټیوب چینل کې تر اوسه پورې د انجنئير میرزا په مختلفو موضوعګانو مشتملې ویډیو ګانې څه د پاسه درې سوه دوه اویا میلیون ځله لیدل شوي دي .د هغه د ویناګانو ویډیوګانې د سوشل میډیا په نورو چینلونو اوسایټونو کې هم ډير زیات کتونکي اوتعقیبونکي لری ..
انجنئير صیب د پاکستان د پنجاب صوبې په جهلم ښار کې په ۱۹۷۷کال کې په یوې متوسطې پرګنې کې زیږیدلی او د انجنئيرینګ په څانګې ئې لوړړې زده کړې کړي دي ،البته په مذهبی فعالیتونو کې ئې په دلچسپۍ سره خپله څانګه بدله کړې اودینی چارو کې ئې څيړنو ته مخه کړې . انجنئيرمیرزا د قرآن په تفسیر او د اسلام د سرکینو وختونو د تاریخ د علومو په حوزو کې ډيره زیاته او ژوره مطالعه لري او پخپلو څرګندونو او ویناؤ کې هڅه کوي ، په دغو درو حوزو کې د اسلام د تاریخ حقایق بیان کړي .په همدې خاطر میرزا صیب په ۲۰۱۲کال کې د قرآن او سنت یوه اکاډمي هم پرانیستله او هره اونۍ د قرآن دتفسیر ،،داسلام د سرکینو وختونو دتاریخ او دغه راز د حدیثو باندې مشتمل یو کلاس ترسره کوي چې د ټولنې له هرې پرګنې پکې مینه وال ګډون کوي . دی ډيره ساده او له پړک پړوک پرته ژوند کوي او دپام وړ شخصیّت دی .
په همدې خاطر ده چې پخپلواکه او مستقل توګه له اړوندوالي لیرې ویناوې کوي او د پاکستان په خلکو کې ئې ډير ځائيګی ترلاسه کړی دی .
انجنیئر محمد علی میرزا ټولو دیني عالمانو او کارپوهانو ته بلنه ورکوي ، چې له تعصب او کرکې او نفرته پرته دې د سوچه اسلامی تفکر او اسلامی تعلیماتو ته مخه کړي او د اهل بیت علیهم السلام هغه مقام چې داسلام ګران پيغمبر له خپل ژونده وروسته مسلمانانو ته ئې سپارښتنه کړې ده د خپلو فعالیتونو اساس وګرځوي او داسلامی امت د یووالی او اتحاد لپاره دې لاس په کار شي ، څو اسلامی امت خپل ورک شوی هویّت او مقام بیرته ترلاسه کړي .