زمونږخبریال د ایکناخبری اژانس له قوله راپور راکړ ،د کویت د پوهنتون یوه استادعبدالله احمد صفرائل په یولړ څرګندونو کې په دې خبرې په ټينګار سره چې د مسلمانانو پر وحدت او یووالي په قرآن کریم کې ډير ټينګار شوی دی ، ووئیل ، بې شکه اختلاف شته ، خو مهمه موضوع هغه سرزوري او افراط پالنه ده چې باید هیڅ وجود ونه لري . همداراز باید په دیني مسئلو کې تنګ نظری چلند ونه کړو ،ځکه د درز ، کمزورتیا او ښکیلیدا سبب به شي .
عبدالله احمد صفرآئل په اوسمهاله نړۍ کې د مسلمانانو د وحدت د ضرورت په چورلیزتوب سره ووئيل،بې شکه د اسلامی وحدت موضوع د خداي له فرمانه د اطاعت په معنا ده ، ځکه خداوندمتعال په قرآن کریم کې فرمائيلي دي، چې د درست دخداي په رسئ منګولې ښخې کړئ او تیت پرک نه شئ او د خداي نعمت پرځان یاد کړئ .
د کویت دغه پوهنتوني استاد په ډاګه کړې ده، نن سبا د اسلامی امت له کمزورتیایوازې هغه لوري ګټه پورته کوي،چې د اسلامی نظریاتو او اسلامی امت په ضد تفکرات لري او په اسلامی امت کې د درز او تفرقې چلولونو څخه استفاده کوي،باید درست اسلامی هیوادونه د استعمار او استکبارپه دغو چلولونو ونه غولیږي او خپل اتحاد او یووالی پیاوړی کړي څو د اسلامی امت او اسلامی نړۍ په ضد د جنایتکارو او استعمارګرو دسیسې شنډې شي .