IQNA

که په برجام کښې د مقابل لوري عمل ووينو مونږ به هم عمل وکړوو

7:56 - February 18, 2021
د خبر لمبر: 3484084
تهران (ایکنا) - د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آيت ا...العظمی خامنه اي په خپله وروستۍ وېنا کښې د برجام ايټمي موافقې او د نظام د سياستونو په باره کښې وفرمايل: که د مقابل لوري عمل ووينو، مونږ به هم عمل وکړوو او دا ځل به اسلامي جمهوريت په تش خبرې او وعدې راضي نه شي.
حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي نن سحر د تبرېز د خلقو په آنلائن غونډه کښې زياته کړه، د برجام ايټمي موافقې په باره کښې يو لړ خبرې او وعدې کيږي خو مونږ داسې ښې خبرې او وعدې چې يې خلاف ورزي کيږي د هغو په اپوټه عمل اوشي زياتې اورېدلې دي نو ځکه داسې خبرې او وعدې څه فائده نه لري او دا ځل يوازې عمل مهم دے.
معظم رهبر په دې باندې په تاکيد سره چې هيڅکله پکار نه دے له انقلاب او اسلامي جمهوريت سره د استکبار د دښمنۍ اصلي وجه هېره کړې شي، زياته کړه: البته هغوي د بشري حقوقو، اسلامي مقرراتو، ايټمي، توغنده اي او سيمه ايزو مسائلو په شان د نورو مسائلو په شمول په مختلفو بهانو سره خپلې دسيسې او ضديت عملي کوي خو پکار دے پاملرنه اوشي چې دا مسائل هسې بهانه ده.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر د فوځي او دفاعي بنيادونو مظبوطيه او په يو ستر سيمه ايز قوت باندې د ايران بدلېدل د اسلامي انقلاب له کاميابيو څخه وبلل او وې فرمايل: د امريکې ، صهيونېسټ رژيم او ځينو اروپائي حکومتونو د مختلفو دسيسو اصلي وجه همدغه د انقلاب مخ په وړاندې حرکت دے چې ان شاء ا... د ملت او چارواکو قوت به دغه دسيسې شنډې کړي.
دوي  د خپلې  وېنا په يوه بله برخه کښې د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته په اشارې سره انتخابات د هېواد لپار يو ستر فرصت وبلۀ او واضحه يې کړه، البته د اسلامي جمهوريت مخالفان ن غواړي نظام د هېواد د ترقۍ لپاره له مهم فرصت او ظرفيت څخه استفاده وکړه  خو په انتخاباتو کښې د خلقو له زوږه ډک او انقلابي ګډون د هېواد د امنيت ، د دښمنانو په شاتنبولو او د هغوي د طمخو د کمولو سبب کيږي نو ځکه پکار دي دغه فرصت له لاسه ورنکړوو.
حضرت آيت ا... العظمی خامنه اي د انتخاباتو په باره کښې د تکراري ادعاګانو له بيانولو څخه د دښمن مقصد د خلقو مايوسه کول وبلل و وې فرمايل، د دغو ادعاګانو باوجود انتخابات د هېواد لپاره يو مهم امکان او ذخيره ده چې پکار دے د خلقو له زوږ نه ډک ګډون سره مل وی، البته که له زوږه ډک ګډون له يو صحيح انتخاب سره يعنې د يو کارآمده، ايماندار، انګېزه لرونکي، دلچسپي لرونکي او کارنده ځواک له انتخاب سره مل شي نو نورٌ علی نور او د هېواد د مستقبل ضمانت ورکونکے دے.
628910
captcha