په عراق کې د شیعه عالیقدر مرجع آیت الله سیستان دفتر په واتیکان کې د عراق د سفیر څرګندونې چې عراق ته د پاپ د سفر پرمهال د هغه د پروګرامونو په اړه یې کړې وي رد کړې.
د آیت الله سیستاني د دفتر یو چارواکي ویلې و: په واتیکان کې د عراق د سفیر خبرې او په نجف اشرف کې له لومړي فرانسیس پاپ د کتنې د پروګرامونو پورې اړونده ځنیې خبرې غلطې دي.
هغه زیاته کړه: په بغداد کې له واتیکان سفارت چې د دې سفر همغږي کوي، د آیت الله سیستاني او د پاپ د کتنې پر مهال د دارنګه هیڅ سند په اړه هیڅ خبرې نه دي شوې.
په واتیکان کې د عراق سفیر څو ورځې مخکې ویلې و چې واړاندوینه کېږي چې عراق ته د پاپ د رارون سفر پر مهال د انساني ورولۍ سند د شیعه عالیقدر مرجع او د نړۍ د کاتولیکانو د لارښود ترمنیځه لاس لیک شي. د دارنګه د ورورولۍ سند چې د پاپ او د شیخ الازهر ترمینځه په ابوظبي کې لاس لیک شوی.
د فرانسیس لومړې پاپ، ټاکل شوې ده چې د لومړې ځل لپاره د مارچ په میاشته کې عراق ته سفر وکړي او په بغداد کې له رسمي چارواکو سره او په نجف اشرف کې له آیت الله سیستاني سره کتنه وکړي.
3954448