IQNA

ننګرهار کی د جګړو له ویری بی ځایه شوې سلګونه کورنۍ مرستې غواړي

6:37 - February 17, 2021
د خبر لمبر: 3484077
تهران (ایکنا) - وروسته له هغې چې دوه اونۍ وړاندې دننګرهار ولایت په خوږیاڼیو، شیرزادو او حصارک غلجایی ولسوالیو کې د افغان امنیتی ځواکونو له لورې د مخالفو ډلو پر خلاف زمکني او هوایی عملیات پېل شول سلګونه کورنۍ د جګړې له ویرې خپلو کورنو پريشود او نورو سیمو ته په کډه کولو اړ شول .
د شیرزادو ولسوالۍ د توتو سیمې اوسیدونکی نواز خان وایی دجګړو له ویری یی خپل ډک کور پری ایښی او دکورنۍ له غړو سره دسره رود ولسوالۍ کې په یوه کنډواله واله کې ژوند کوي.
 هغه وایی د مرستو لپاره یی نوم لیکل شوی خو تر اوسه یی څه نه دي تر لاسه کړي ، دحصارک غلجایی له ولسوالۍ څخه راکډه شوی غلام نبي وایي د لارې په اوږدو کې یې هم حکومتی کسانو نوم لیکلی او چیرته چې میشت دی هم یی نوم لیکنه شوې خو تر اوسه یی د مرستې په نوم څه نه دي تر لاسه کړي .
 پر همدې مهال د ننګرهار ولایت د کډوالو چارو ریس قاري نجیب الله قیومي وایي دوې ته د ننګرهار ولایت د خوږیاڼیو،شیرزادواو او حصارک غلجایی ولسوالیو د جګړو له امله د بی ځایه شویو کورنیو له ادرسه څه دپاسه څلور زره دمرستو غوښتنلیکونه رارسیدلي دي . هغه وایی تر اوسه یی  خواوشاه درې زره کورنیو ته ژمنې مرستې لکه کمپلې، تودې جامې او د پخلنځي لوښي ورکړي او دا مهال ددوې له لورې ګومارل شوي د سروې ټیمونه د دغو کډوالو د کره شمیرې پر معلومولو بوخت دي خوددې امله چې دا کډوال په یو ځای نه دي میشت نو دمعلوماتو راټولول به وخت واخلي د کډوالوچارو ریس وایي چې کله یې سروې بشپړه شي نو د دغو کډوالو ته به دراتلونوکو څلورو میاشتو لپاره داړتیا وړ مرستې ورکول شي. دا کډوال داسې مهال دمرستو د نه رسیدو له امله شکایت کوي چې په خوږیاڼیو، شیرزادو او حصارک غلجایي ولسوالۍ کې د افغان امنیتی ځواکونو له لورې پېل شويو عملیاتو دپای نیټه نده ټاکل شوې دهمدې امله د اټکل کیږي چې د بې ځایه شویو کورنیو شمیر نور هم زیات شي.
تهران راډیو
captcha