IQNA

د کرونا د خپریدو د مخنیوي لپاره د قطر له عربي هیوادونو غوښتنه

15:15 - February 25, 2020
د خبر لمبر: 3482830
تهران(ایکنا) - د قطري روغتیا کمیټې له ټولو عربي هیوادونو غوښتنه کړې چې د کورونا د ویروس له لیږدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.

له عرب ۴۸ څخه په نقل، د قطري روغتیا کمیټې چې په عربي هیوادونو کښې د تعقیب کونکو عالي کمیټۍ سره تړون لري، په یوه بیانیه کښې له ټولو عربي هیوادونو غوښتنه کړې چې د کورونا د ویروس له لیږدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
کمیټې په یوه بیان کې وویل: د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې د کورونا د ویروسو د خپریدو او د دغه بیمارۍ د فلسطین په نیولو ځمکو کښې د خپریدو د احتمال له کبله له ټولو عربي هیوادونو څخه غوښتنه کوو چې چې د کورونا د ویروس له لیږدو د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.
دې کمیټۍ هم په دې اړه د روغتیا مهم معلومات او وړاندیزونه چمتو کړي چې د نړیوال روغتیا سازمان لخوا خپاره شوي، د عربي هیوادونو پام لپاره وړاندې کړي.
3881310

captcha