IQNA

حسن نصرالله:

له امريکې سره مقابله بايد اړخيزه او پراخه وي

9:10 - February 17, 2020
د خبر لمبر: 3482802
د لبنان د حزب الله مشر امريکه د اېشيا په لويديځه سيمه کښې د ټولو جنګونو ذمه واره وبلله او تاکيد يې وکړ، خلق پکار دي په ټولو ميدانونو او د مقاومت په ټولو شکلونو کښې له امريکې سره مقابلې ته راپاڅي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، د لبنان د حزب الله مشر سيد حسن نصرالله پرون د شهيد جنرل سليماني او شهيد ابومهدي المهندس د شهادت د څلوېښتۍ او د ايران د اسلامي انقلاب د کاميابۍ د کليزې په مناسبت يوه وېنا کښې ووي، د امريکې حکومت په تېرو څو هفتو کښې د جنرل سليماني او مهدي الهمندس په شهيدولو او د پېړۍ معامله نومې پلان په مخکتنې سره دوه ستر جنايتونه کړي دي.حسن نصرالله د پېړۍ معامله نومې پلان سره د مقابلې لپاره تر ټولو مهم اصلي لاره د فلسطينيانو پېوستون وبلۀ او زياته يې کړه، امريکه د ستر شېطان او د نړۍ د استکبار او د ترهه ګرۍ ملاتړې ترټولو غوره نمونه ده او پکار دي خلق د امريکائي سامانونو بائيکاټ وکړي.
د لبنان د حزب الله مشر واضحه کړه، امريکه د پېړۍ معامله نومې پلان سره په فلسطين کښې د جنګ شروع کونکې ده او دا د مقاومت، د فلسطين د ملت او د ټولو مسلمانانو فريضه ده چې په خپلو ټولو وسائلو سره له دغه پلان سره مبارزه وکړي.
نصرالله همدارنګ د ايران د اسلامي انقلاب لاسته راوړنو ته په اشارې سره وويل، د ايران انقلاب د ټولو مشکلاتو او بنديزونو باوجود د خلقو په ټينګ اودرېدنې سره په ځاے باقي پاتے دے او خپل پرمختګ ته دوام ورکوي.
https://parstoday.com/ps/news/middle_east-i88014
captcha