IQNA

حضرت ایت الله خامنه ای د اهلبیتو علیهم السلام د زرګونو ذاکرانو او مداحانو په ټول کې

د امریکا د وحشي دیو په وړاندې د ایراني ولس زغم او مقاومت نړیوال څارونکي حیران کړي دي

9:31 - February 16, 2020
د خبر لمبر: 3482798
د انقلاب معظم رهبر د حضرت زهراء سلام الله علیها او امام حسین علیه السلام مجالسو او د اهلبیت علیهم السلام معارفو آثارو ته په اشارې سره وویل: د امریکا د وحشي دیو د دباوونو په وړاندې د ایراني ولس زغم او مقاومت نړیوال څارونکي ورته حیران دي د دغه معارفو برکت دی.

د ایکنا راپور له مخې، د انقلاب د معظم رهبر د دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، حضرت ایت الله خامنه ای د اهلبیتو علیهم السلام د زرګونو ذاکرانو او مداحانو په ټول کې د مداحانو د ټولنې یوه لویه دنده د اسلامي ژوند د سټایل پراخول او ژورول وبلل او وې ویل: که غواړو چې د دښمن د کلتوري یرغل د څپو په وړاندې د ژوند روده صحیح اسلامي لارې ته ستنه کړو له کلتور جوړولو پرته بله لاره نه لرو.
د اسلامي انقلاب مشر د سلواغې د دوه ویشتمې په لاریون او د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو د کوماندان شهید سردار سلیماني په جنازه کې د ایراني ولس پراخ ګډون ته په اشارې سره وویل: د امریکا د وحشي دیو د دباوونو په وړاندې د ایراني ولس زغم او مقاومت نړیوال څارونکي حیران او ګوته په غاښ کړې دي.
ایت الله خامنه ای د امریکا په وړاندې د تسلیمیدو لپاره د ولسونو د قانعولو په غرض د رسندیو پراخو تبلیغاتو او د فکر د کوټو پلانونو ته په اشارې سره وویل: د ایران ولس د خدای په فضل ولاړ دی او له دې وروسته به هم ولاړ وي خو دغه مقاومت په ټولنه کې د معنوي ځواک پرله پسې برابرېدو ته اړتیا لري.
دوي په دې په تاکید سره چې په ایران کې حماسي روح هماغه راز ژوندی دی وویل : د ایران ولس په ټولو ډګرونو کې چې حماسي شتون ته یې اړتیا لرله حاضر و خو د دغه روحیې دوام د دیني معارفو ژوروالي او فرهنګ جوړولو ته ضرورت لري.
دوي زیاته کړه چې د مداحانو د ټولنې یوه دنده دا هم وبلله او زیاته یې کړه: د خدای په مهربانۍ سره اسلامي ایران له هر پلوه روغ دی ځکه چې اسلامي نظام، ښه پوځي مشران، تکړه او متحرکه علمي میړونه ، همتناک ، هنرمن او چمتو فرهنګ سازان لري نو پر دې اساس ضرور به د دښمن د پراخې جبهې په وړاندې کامیابیږي.د اسلامي انقلاب مشر د سلامي ژوند د سبک او د لویو دیني تعلیماتو یوه برخه په خدای توکل او له دښمنه نه هېرېدل وګڼل او زیاته یې کړه: که د انقلاب په لومړیو ورځو کې داسې ویل شوې وای چې ایران به د سیاي مقام ، سیمه ایز نفوذ او علمي او ساینسي پرمختګ له امله دومره لوړې درجې ته رسیږي، هیچا پرې باور نه کاوه خو د ایران ولس په خدای توکل وکړ او له هیڅ طاقته ونه وېرېده او د ترقې لوړ مقام ته یې ځان ورساوه.

captcha