IQNA

الازهر؛ د حج فضیلیت له جهاد سره برابر دی  

16:16 - June 10, 2023
د خبر لمبر: 3487450
دمصر د االازهر  د الکیټرانیک فتوا نړیوال مرکز پخپل یوه راپور کې ټينګار کړی چې د حج فضیلت  د خدای په لاره کې له جهاد سره برابر دی او ددغه الهی فریضې ترسره کیدا  د ګناهانو د بخښنې سبب کیږي.

 ایکنا د صدای البلد خبری سایټ له قوله راپور ورکوی، د مصر د الازهر د الیکټرانیک فتوا نړیوال    مرکز په یوه راپور کې د دخدای د کور او د بیت الله الحرام د حج فضیلت  او د هغه ثواب تشریح کړی دی.

ددغه مرکز د راپور په اساس، ؛حج د اسلام پنځم رکن دی ا اسلامی شریعت  ددغه رکن پر ادا کولو خاص ټینګار کوي اودا پر هغو کساانو چې مالی استطاعت  واجب کړئ شوی دی.

د الازهر الیکټرانیک فوا نړیوال مرکز اعلان کړی دی ، حج یو ترټولو ښه عمل دی چې له خداوندمتعال سره د تقرب او نزدیکت سبب کیږی . له رسول الله(ص) روایت شوي دی چې د ترټولو ښو عملونو برخه  ده  او  دا د خدای په لاره کې د جهاد  او په خدای د ایمان ترڅنګ یاد شوی دی.

دغه مرکز همداراز حج  دګناهانو د بخښنې په لړ کې یو اقدام بللی او وئيلي ئې دي ،پیغمبر اکرم(ص) په دې زمینې کې فرمائيلي دي ، «مَنْ حَجَّ ِللهِ فَلَمْ یَرْفَثْ وَ لَمْ یَفْسُقْ رَجَعَ کَیَوْمٍ وَلَدَتْهُ اُمُّهُ:څوک چې  دخانه کعبې زیارت دخدای د رضا لپاره وکړي او  له کومه ګناه او جماع او لغو او چټي کار او خبرې ترسره نشي، نو په داسې حال کې  چې بیرته ګرځي،نو د هماغې ورځې په شان  چې له موره زیږیدلی وي ،هیڅ ګناه نه لري:::

 د الازهر الیکټرانیک فتوا نړیوال مرکز  په دغه راپور کې ټينګار کړی دی چې له پیغمبر اکرم(ص) څخه د روایتونو په اساس، حج د جهاد هومره فضیلت لري.

https://iqna.ir/fa/news/4146597

captcha