IQNA

د سواد نړیوال ورځ په هرات ولایت کې و لمانځل شوه

21:46 - September 18, 2019
د خبر لمبر: 3482403
نړیواله ډله:د سواد د نړیوالی ورځي څخه په هرات ولایت کې په داسې حال کې لمانځنه کیږی چې د څیړنو پر بنسټ اوس په ټول هیواد کې د سواد کچه تر پنځوس سلنې ټیټه ده.
د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د هرات د پوهنې ریاست مسولین وایې: په تیرو ۲۰ کلنو کې د پراخو هڅو سره سره لا تر اوسه په هرات ولایت کې د یو ملیون په شاوخوا کې کسان د سواد د نعمت څخه بې برخی دي له دې سره سره چې ورځ تر بلې د باسواده کسانو شمېر ډیریږي.
یوشمېر مدني فعالین د سواد زده کړې له و ضعیت څخه په هرات کې نا خوښ  ښکاري وايې، په تیرو ۱۸ کلونو کې حکومتونه نه دې توانیدلې چې د خلګو لپاره په ټولو سیمو کې د ښوونځیو لپاره ودانۍ ورغوي.
د بلی خوا د هرات ولایت د یواځینۍ سواد حیاتي لیسې زده کونکې وایې: تر اوسه یې ښونځی ودانۍ نه لري او په یو کراي کور کې په زده کړو بوخت دي.
د سواد د نړیوالی ورځي څخه په هرات ولایت کې په داسې حال کې لمانځنه کیږی چې د څیړنو پر بنسټ اوس په ټول هیواد کې د سواد کچه تر پنځوس سلنې ټیټه ده.
http://talwasa.af
captcha