د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب وویل چې داعش ترهګره ډله په افغانستان کښې ولسي اډانه نه لري او په دې وجه دې هیواد ته ګواښ نه شي پیښولی.
هغه زیاته کړه چې داعش ترهګره ډله د افغانانو ملاتړ ځان ته نه شي جلبولی او د دغې ډلې بریدونه تش تاکتیکي خطر دی.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار هم داشان په افغانستان کښې د داعش ډلې د ترهګرو شمیر له ۷۰۰ نه تر ۱ زر او ۲۰۰ پورې وباله او ویې ویل چې په دغو ترهګرو کښې زیاتره د پاکستاني طالبانو غړي شامل دي.
د محب دا څرګندونې په داسې حال کښې دي چې تیر کال د افغان ملکیانو د تلفاتو په هکله د ملګرو ملتو په رپوټ کښې د ترهګرو حملو له امله د ۵۲ فیصده ملکي وګړو د وژل کیدو وجه، داعش ترهګره ډله اعلان شوې ده.