مخې شاه محمود قریشي له انتونیو ګوتریش سره له ټیلیفوني خبرو وروسته په اسلام آباد کښې یوه خبري غونډه کښې وویل: پاکستان د ملګرو ملتو له سرمنشي او د بشري حقوقو له ارګانونو غواړي چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د مسلمانانو په وضعیت باندې غور وکړي.
هغه زیاته کړه چې د کشمیر د ځانګړي حیثیت د ختمولو او د دغې سیمې د نفوسي جوړښت د بدلولو د زمینې د برابرولو په لړ کښې د مودي حکومت وروستۍ فیصله د حالاتو د خرابیدو او د کشمیري مسلمانانو د ژوند د سختیدو سبب شوې ده.
له دې مخکښې د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم د ملګرو ملتو له خوا جمو او کشمیر ته د صلحې د ساتونکو ځواکونو او د څارونکي پلاوي د ورلیږلو غوښتنه کړې وه.