IQNA

په پاکستان کې د بن سلمان په ورتګ اعتراضونه روان دي

21:57 - February 16, 2019
د خبر لمبر: 3481958
نړیواله ډله: د پاکستان خارجه وزارت په یوې بیانیې کې اعلان وکړ:  پاکستان ته د سعودي عربستان د ولي عهد محمد بن سلمان سفر په یو ورځ ځنډ سره سبا یکشنبه پيل کیږي.
د ایکنا راپور له مخې، د تهران رادیو پښتو څانګې نه په نقل،  اسلام اباد ته د سعودي ولي عهد سفر  په پاکستان کې د مدني ټولنو،د بشري حقوقو د فعالانو او د پاکستان د محصلانو او مذهبي  غورځنګونو له اعتراض سره مخامخ شوی دی. څو ورځې مخکې په دغه سفر په اعتراض کې د پاکستان په مختلفو ښارونو منجمله اسلام آباد او راولپنډۍ کې د ال سعود په خلاف مظاهرې ترسره شوې.
د پاکستان خلک  د پاکستان په کورنیو چارو کې د عربستان لاسوهنې د نړۍ د مسلمانانو لپاره د ستونزو د جوړیدو سبب ګڼي او باوري دي چې عربستان  او ځينې عرب دولتونه هڅه کوي خپلو یرغلیزو هدفونو ته د رسیدلو لپاره پاکستان  د سیمې په بحرانونو په تیره بیا د  یمن په جنګ کې ښکیل کړي او ترې ګټه پورته کړي.
captcha