IQNA

دحوثیانو او د یمن د مستعفی دولت د استازو راتلونکې خبرې په یمن کې کیږي

17:34 - January 15, 2019
د خبر لمبر: 3481864
نړیواله ډله: د اردن خارجه وزارت د یمن د سولې د خبرو اترو د نوي پړاو د کوربه توب لپاره له ملګرو ملتو په غوښتنه د دغه هیواد د چمتووالي خبر ورکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د القطارنه په وینا  د انصار الله ډلې او د یمن د مستعفي دولت د استازو ترمینځ د سولې د خبرو اترو نوی پړاو به د اسیرانو او نیول شویو کسانو د مبادلې د توافق په هکله وي. له دې مخکې د یمن د انقلاب د عالي کمیټې مشر محمد علي الحوثي  د اردن په پلازمینه  امان کې د سولې د مذاکراتو د نوي پړاو د ترسره کیدو خبر ورکړی و.
 سره له دې چې د ملګرو ملتو په مینځګړیتوب د یمن د سولې  له مذاکرتو یوه میاشته تیریږي  سعودي ایتلاف د دغه موافقې د مفادو خلاف ورزی کوي.
 http://parstoday.com/ps/news/world-i79698
captcha