IQNA

روسیه افغانستان ته پوځیان نه استوی

13:29 - January 10, 2019
د خبر لمبر: 3481856
نړیواله ډله: د پاکستان ، د روسیې او دهند په شمول د افغانستان ګاونډي هیوادونه باید په افغانستان کښې وجنګیږي .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګی ریابکوف د امریکا د ولسمشر وینا ته په غبرګون کښې ویل ماسکو افغانستان ته د روسیې دعسکرو د استولو هیڅ پلان نلری .ریابکوف ډاګینه کړه روسیه دافغانستان له حکومت سره نږدې ملګرتیا لری او دغه ملګرتیا دپیاوړتیا په حال کښې ده .
د روسیې دبهرنیو چارو دوزیر مرستیال سرګی ریابکوف دغه څرګندونې دامریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ وینا ته په غبرګون کښې کړی دی .
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلی وو د پاکستان ، د روسیې او دهند په شمول د افغانستان ګاونډی هیوادونه باید په افغانستان کښې وجنګیږی .
http://parstoday.com/ps/news/world-i79578
captcha