د ایکنا راپور له مخې، په پیښور ښار دغه چاودنه نن سهار په کالی باړی سیمه کې شوې ده، چی ورسره نږدې دوکانونو او څو کورونو ته یې هم تاوان رسولې دی . په دغه چاودنه کی د دو میرمنو په سره ۶ کسان ټپیان شوی دی. دغه چاودنه په یوه کرولا ګاډی کې له اتو نه تر لسو کلوګرامو پورې د چاودیدونکی مواد ځای پر ځای کولو سره ترسره شوې ده. پولیسو پلټنې پیل کړی او ژوبل کسان روغتون ته منتقل شوی دی .
تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې چاودنې پړه غاړه نده اخیستی . د طالبانو په شمول جماعت احرار او سپاه صحابه ډلې په خیبر پښتونخواه صوبې کې فعالې دی .د یادولو ده چی پرون د بلوچستان صوبه په واشک سیمه کې په یوه چاودنه کې ۳ کسان وژل شوی وو چی ماشومان وو . یو ماشوم هم ژوبل شوی وو .