IQNA

دسپاه توغندوی عملیات ترهه ګرو اودهغوی اربابانو ته کلک ځواب ؤ

19:39 - October 10, 2018
د خبر لمبر: 3481603
نړیواله ډله: دایران دپولیسو قوماندان په دې خبرې کولو سره چې د ولس امنیت داسلامی ایران د ټولو مسئولانو اومدافعانو سره کرښه ده ، ووئیل ؛ امنیت ، په هر ټولنیز نظام کې یوه اساسی مقوله ده او هر هیواد دخپل حکومتی جوړښت لومړی لومړیتوب ، د داخلی او ملی رودو او طریقو کې دامنیت ټینګیدا په سر کې راولی او بې شکه د عدالت ، آرامښت دپراختیا او دامنیت دتامینیدا لپاره یوه مهربان او قدرتمند پولیس ته ضرورت دی .
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، زمونږ خبریال راپورراکړ  دایران داسلامی جمهوریت دپولیسو  قوماندان سردار حسین اشتری  نن  په تهران کې د   بهرنیو هیوادونو له سفیرانو ،سلایارانو   او دنړیوالو اورګانونو له استازو سره د پولیسو  په نهمې غونډې کې پخپلې وینا کې  دایران  په  جنوب لویدیځ اهواز کې  دسپیڅلی دفاع  ددرنښت  دکلیزې په مناسبت  په موقعې یعنی د   دستمبر د  دوه ویشتمې  پیښې  ته په اشارې سره  چې  د  یو شمیر ماشومانو پشمول  پنځه ویشت کسان پکې شهیدان او لسګونو نور ټپیان  شوی ،  زیاته کړې ، دغه ترهه ګره پیښه  په سیمې کې دامریکا   او دهغې دملاتړو ترهه ګرو دسیسه  وه .  دایران  دپولیسو قوماندان  په دې خبرې کولو سره چې  د ولس امنیت   داسلامی ایران  د ټولو مسئولانو  اومدافعانو  سره کرښه ده ، ووئیل ؛ امنیت ،  په هر ټولنیز نظام کې   یوه اساسی مقوله ده او هر هیواد  دخپل حکومتی جوړښت  لومړی لومړیتوب ،  د داخلی او ملی  رودو او طریقو  کې  دامنیت ټینګیدا  په سر کې راولی  او بې شکه  د عدالت ، آرامښت  دپراختیا او دامنیت  دتامینیدا لپاره  یوه مهربان او قدرتمند پولیس ته  ضرورت دی .
  داسلامی ایران دپولیسو قوماندان  ټینګار کړی ، دغه ځواک دخپلو مامورانو په قربانۍ ، په هدفمنې  او سرښیندونکی پلانونې سره توانیدلی ، د دښمنانو اودهغو د ملاتړو دسیسه شنډه کړی  او  دجنایتکارو جبهه هم ناکامه کړی .
 http://parstoday.com/ps/news/iran-i77175
captcha