IQNA

سیمه ایز شتون د ایران د قدرت او امنیت د عناصرو برخه ده

23:57 - July 21, 2018
د خبر لمبر: 3481340
نړیواله ډله: ما له ډیر مخکې دغه ټکې بیانوه چی د امریکایانو په خبره او حتی لاسلیک هم باور نشی کیدلې ، په دې اساس له امریکا سره خبرې اترې هیڅ ګټه نلری

د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټوډۍ نه په نقل، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د ایران د خارجه وزارت د مسولانو، کاردارانو او سفیرانو سره په کتنه کی وفرمایل سیمه ایز شتون د ایران د قدرت او امنیت د عناصرو برخه ده او د هیواد سټراټیجیکه عقبه حسابیږی په همدې دلیل دښمنان له هغه سره مخالف دی .
د رهبرۍ ستر مقام له ایټمی توان او د زیاتو بډایولو له قدرت او په سیمه کی د ایران له شتون سره د امریکا مخالفت د اسلامی نظام د اقتدار له عناصرو سره د هغې د ژورې دښمنۍ له امله وباله او جوته یې کړه چی امریکایان له اسلامی انقلاب مخکې په ایران کی د خپل موقعیت او ځای په ستنولو پسې دی او له دې په کم به راضی هم نشی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود د څو اړخیزه او په تیره بیا دوه اړخیزه ارتباطاتو پراختیا او سیمه ایزو ډلو ته ځانګړې پام ضروری وباله او زیاته یې کړه په بهر کی د ایران استازی او سفیران باید د ایران د ملت او هیواد له ظرفیتونو او وسونو بشپړه خبر وی .
هغوی په خپلو تیرو مستعمرو کی د اروپایانو او لویدیځوالو جنایتونو، مقرراتو ته په لویدیځ کی د ډیموکراسۍ محدودیدا او یا د ځانګړو مرکزونو نظر ، په امریکا او حتی ځینو اروپایی هیوادونو کې د ګوندی دیکتارتوریانو شتون او د یمن د خلکو په وژلې کې له سعودیانو سره د ملګرتیا په شمول د لویدیځوالو اوسنی جنایتونو ته په اشارې سره جوته کړه لویدیځوال د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ سمبول دی خو په ډیرې بې شرمۍ سره ایران تورنوی ، په دې ډول چی کله انسان د هغو په ډیرې بې شرمۍ حیرانه شی .
د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای د هیواد د مسولانو له ژبې دامریکا د بې باور والی بیا بیا بیانولو ته په اشارې سره زیاته کړه ما له ډیر مخکې دغه ټکې بیانوه چی د امریکایانو په خبره او حتی لاسلیک هم باور نشی کیدلې ، په دې اساس له امریکا سره خبرې اترې هیڅ ګټه نلری .
د رهبرۍ ستر مقام په ایران کی نه استفاده شویو یا کم استفاده شویو ظرفیتونو فعالول مهم وبلل او ویې فرمایل له اروپایانو سره خبرې اترې غوڅې نشی خو باید د راوپایی پیکج په تمه نشو بلکې باید د هیواد دننه ډیر ضروری کارونه تعقیب کړو .

captcha