IQNA

د اقلیتونو نه حمایت لپاره د نړیواله ټولنې نه د پاپ غوښتنه

9:48 - January 17, 2018
د خبر لمبر: 3480975
نړیواله ډله: د کاتولیک نړۍ لارښود پاپ فرانسیس د شیخ الازهر ته په لیک کښې اعلان کړي: له نړیواله ټولنې غوښتنه کوم چې په جدي توګه د بنګلادېش او میانمار اقلیتونو نه حمایت وکړي.
د اقلیتونو نه حمایت لپاره د نړیواله ټولنې نه د پاپ غوښتنهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو نه په نقل، پاپ فرانسیس د شیخ الازهر په نوم یو لیک کښې د نوې کال مبارکې ویلو سره اعلان کړي: میانمار او بنګلادېش ته خپل وروستني سفر نه ورستو له نړۍ نه غوښتنه کوم چې په جدي توګه له د دغه دواړو هیوادونو اقلیتونو نه حمایت وکړي.
پاپ په دغه لیک کښې تاکید کړي چې هغه د خپل کلیزه لیک یوه برخه د نړیواله ټولنې د ضرورتونو، د نړۍ تاوان لیدونکو او په تیره د ماشومانو او همدارنګه د شام، عراق او یمن په اړه ټاکې.
هغه څرګنده کړه: هغه کسان چې د خپل ورور درد د بیل رنګ، نژاد، دین، ژبه او کلتور لرلو سره خپه نه کړي، نو د هغه ایمان او انسانښت باید شک وشي او هم له دې وجهې زه په څرګنده توګه له روهینګیا کډوالو څخه غوښتنه کوم چې د هغې په اړه چپتیا باندې ماته بښنه وکړي.
وایئ د نړۍ کاتولیک مسیحیانو لارښود پاپ فرانسیس د دې کال په آذر میاشتې کښې میانمار او بنګلادېش ته سفر کړي وو او په دغه سفر کښې یی د روهنیګیا او بنګلادېش اقلیتونو سره کتنه کړي وه او د هغې د حالات لیدلو سره غمجن شوي وو.
یادښتونه: د روهینګیا ۶۵۵ زره مسلمانان د میانمار په شمال کښې د راخین ولایت نه د افراطی بودائیانو او د امنیتي ځواکونو د بریدونو له وجهې بنګلادېش ته تېښته کړي او تراوسه هم هلته په سخت او بد وضعیت کښې ژوند کوي.
 http://iqna.ir/fa/news/3682450
captcha