IQNA

د انګلیس موسسې څېړنو څرګنده کړه:

اعتقاد نه لرونکې کسان د ستونزو په وخت کښې دعا او توسل کوي

8:40 - January 16, 2018
د خبر لمبر: 3480974
نړیواله ډله: په انګلستان کښې د تیر فاند مسیحی خیریه څېړنو موسسې څرګنده کړې چې تقریباْ ۲۴٪ بې عقیده کسان د ورستې چاره په توګه له الله په در کښې دعا ته را ګرځې.
اعتقاد نه لرونکې کسان د ستونزو په وخت کښې دعا او توسل کويقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د ایندیپندنت ورځپاڼې نه په نقل، دا څېړنې څرګنده وې چې بې عقیدې یو پنځم کسان د ځانګړې ستونزو سره مخامخ کېدو نه ورستو او د نا امیدی په وخت د اخیرې چارې په توګه الله سره اړیکې او دعا پسې را ګرځي.
ریچل ترویک، د ګلاستر اسقف وایئ: مونږ نه باید په دې تعجب وکړو ځکه چې د الله ته د انسان تمایل او د الله سره عشق د هغه په فطرت کې دي.
په کانتر بری کښې د کلیسا کشیش ایزابل هاملی وویل: دعا د الله سره د اړیکې یوه لار ده او ډېر هغه کسان چې مذهب نه لري بیا هم په ژوند کښې دعا کوي. دا څېړنې څرګنده کوې چې په برېتانیا کښې نیم نه زیات کسان اهل دعا دې او له الله مرسته غواړې.
کورنۍ، د الله نه شکر، سلامتیا او ملګرې هغه موضوعات دي چې خلک دعا ته لاس اوچتولو باندې مجبوره وې.
http://iqna.ir/fa/news/3682097
captcha