قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، ایران پښتو راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د نیجریه داسلامی غورځنګ رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی چې له دوه کلن بنده وروسته په لومړی ځل دخبریالانو په وړاندې ظاهر شوی ، له خبریالانو سره له خبرو وروسته چې د نیجریه د حکومت په وسیله جوړ شوی نماش ؤ ، له خپل زوی سره په خبرو کې ټینګار کړی ، دهغه څرګندونې تحریف شوی او خلکو ته تحریف شوی خبرې رسول شوی دی .
شیخ ابراهیم الزکزکی پرون د نیجریه په پلازمینې ابوجا کې په یوه روغتونو کې له شتون وروسته چې دوه کاله وروسته له بنده خوشی شوی ، دخبریالانو په وړاندې حاضر شو او دنیجریه د ولس د ډیرو ملاتړونو په دلیل ئې له ولسه مننه او قدرونه کړې ده .
شیخ الزکزکی وئیلی دی ، دهغه جسمانی وضعیّت په ښه کیدو دی او اجازت ئې ترلاسه کړی چې خپل ډاکټر ئې طبی معاینه وکړی .
هغه وئیلی له دې مخکې یوازې امنیتی ډاکټرانو ئې معاینه کاوۀ.
دا په داسې حال کې دی چې د نیجریه ولس په همداوروستیو کې د دغه هیواد حکومت او پوځ ګواښلی ؤ چې که دهغوی رهبر شیخ ابراهیم الزکزکی او دهغه ماندینه خوشی نشی ، نو دحکومت او پوځ په ضد به اعتراضیه غورځنګ ته مخه کړی او بیا به ئې کنټرولول د حکومت له واکه وتلی وی.
شیخ ابراهیم الزکزکی او د هغه ماندینه د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه د دغه هیواد په شمال کې په کادونا ولایت کې په زاریا ښار کې په یوې امامباړې د پوځیانو په یرغل کې چې شیخ ابراهیم د درو زامنو پشمول څه د پاسه زر شیعیان هم پکې شهیدان شوی وو، نیول شوی ؤ.
http://parstoday.com/ps/news/world-i63387