قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، کویټه کې د ایران کلتوری سازمان نه په نقل، د دوولسم بهمن او د یوم الله لسیزه سباوون شروع کېدو سره د سهار ۰۹:۳۳ بجی (د امام خمینی ایران ته تاریخي را تللو وخت) د انقلاب زنګ د ایران څارون لاندې د کویټه مدرسو کې پیل شو.
دا مراسم د سید الوالفضل حسیني، کویټه کې د ایران کلتوری سازمان مشر او د ایران څارون لاندې د دغه ښار مدرسو مشر په شتون سره پيل شو.
دا مراسم کویټه کې د ایران کلتوری سازمان مشر زنګ پيل کولو سره شروع شو او بیا د هغه تقریر چې په کې د لسیزه سباوون مهمې پېښې ته یی اشاره وکړه د اسلامی انقلاب کامیابي نه پس په نړيواله او داخلي توګه ترلاسه شوي کامیابۍ محصلانو ته بیان شوي.
د مراسمو په ادامه کې د انقلاب سندره پيل شوه او مراسم د امام زمانه عج ظهور لپاره دعا سره او محصلانو ته خواړه ورکولو سره پای ته ورسېدل.