IQNA

حضرت محمد صلی الله علیه و آله د نړۍ پوهانو له نظره

10:55 - January 09, 2016
د خبر لمبر: 3479754
نړیواله ډله: مورخان، څېړونکې او پوهاندو د اسلام له ابتدا نه تراوسه د پیغمبر صلی الله علیه و آله سیره او د هغوي مبارکو شخصیت په اړه ارزښتمنه آثار او تالیفات وړاندې کړي چې هر یو ځان ته جلب کوونکې او د توجه وړ لري.

قرآنی خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه و آله یو اسمانی او سپېڅلې شخصیت لرلو او الله هغه د نړۍ خلکو لپاره د لارښود په توګه او په پیغمبري باندې مبعوث کړو وو. قرآن کریم د هغوي تلپاتې معجزه ده.

مورخان، څېړونکې او پوهاندو د اسلام له ابتدا نه تراوسه د پیغمبر صلی الله علیه و آله سیره او د هغوي مبارکو شخصیت او دین چې رسول الله صلی الله علیه و آله له اړخه بشریت لپاره سوغات دي، د په اړه ارزښتمنه آثار او تالیفات وړاندې کړي چې هر یو ځان ته جلب کوونکې او د توجه وړ لري. که څه هم د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله مقام او شخصیت له دې نه ډېر اوچت دی چې په دې مختصره کلماتو کې نه ځایېږي.

په دې لیک کې مونږ د ځنې غربی پوهانو د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ستر او نړیواله شخصیت په اړه لیکنې او د هغوي مبارکو د شخصیت سپيڅلتيا او لویښت تصدیق له هغوي د نظره وړاندې کوو:

ګوستاو لوبون، د فرانس مشهور مورخ: داسې مذهب به په نړۍ کې ډېر کم پیدا شي چې د اسلام غوندې د هغې منونکو په زړه کې نفوذ وکړي او واک یی ترلاسه کړي.

ژان ژاک روسو، د فرانس فلسفي او لیکوال، د اسلام مقدس دین یو کامل دین، هغه دین چې په هر یو دوره کې د ادب او انسانښت بهیر دي او همدارنګه حضرت محمد صلی الله علیه و آله د الله له اړخه پیغمبر او قرآن د الله کلام ګڼي، معرفي کوي.

لرد بیدلی: حضرت محمد صلی الله علیه و آله د لوړ وقار او بې شمېره درناوي او د ټولو کږنې او انګېرنې خلاف وو او د هغه وخت او د اوسني وخت بشر یو ستر لارښود ته اړتیا لرې چې د سعادت او حقیقت ابدي منزل ته ورسوي.

(باسبورث اسمت) نامتو لیکوال او څېړونکی دی هغه د ” محمد اینډ محمدنیزم ” په نوم یو کتاب کې لیکلي : د ټولو دینونو د لومړنیو دورو په اړه زموږ علم ډیر محدود دی ، یوازې د هغوی د ځینو د ځینو ملګرو په اړه یو څه معلومات شته خو په اسلام کې داسې نه ده ، دلته د تیارو پر ځای له ګومان نه لرې د پېښو پوره تاریخ شته ، د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم زماني ته چې وګورو بیا یې له حد نه وتلی عزت او قدر ته وګورو او له عیسوي پادریانو سره یې پرتله کړو ، نو زما په اند د حضرت محمد صلی الله علیه و سلم په اړه حیرانوونکي خبره دا ده چې هغه د معجزې په ځواک ډېر څه کولای شول خو د خلکو پر ضد یې ونه کړل ، زه پوره باور لرم چې فلسفه او عیسویښت به یوه ورځ هرو مرو د محمد صلی الله علیه و سلم رسالت منلو ته مجبورېږي ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم چې څنګه د یو دین رهبر وو نو همداسې د دولت چلولو ترټولو لوی مدبر هم وو ، هغه په کومه ځواکمنه کلا کې نه اوسېده او نه هم د هغه سره ساتندویان وو خو په خپلو لاسونو کې یې ټول قوت موجود وو ، تر پایه یې د یو شي دعوت وچلاوه چې هغه د الله ج توحید وو او همدا ترټولو لوړه فلسفه وه ، چې یوه ورځ نه یوه به یې په وړاندې عیسویښت هم سر ټیټ کړي او هغه به د الله ج ریښتونی پیغمبر ومني .

ویلیام مونتګمری وات، د ادینبورګ پوهنتون عربی او اسلامی مطالعاتو کورناستي استاد او اسلام پوهه خپل کتاب «پیغمبر او سیاستوال محمد صلی الله علیه و آله» لیکې چې د خلکو حضرت محمد صلی الله علیه و آله ته جلب کېدل د هغوي مبارکو نظامي برلاسی او غوره والی نه وو چې په قبلولو به یی مجبورول بلکې هغه څه چې مؤثر وو هغه د هغوي د پیغمبري مقام وو.

جون ری فنیزات انګلیسې لیکې چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله د بشریت له لویو خواخوږو نه دي.

برنارد شاو، مشهور انګلیسې فلسفي، زه عقیده لرم چې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دین هغه ځانګړي دین دی چې د بشر د ژوند ټولو دورو لپاره مناسب دي او دا وړتیا لري چې هر نسل ځان ته جلب کړي، خو ولی زه دا اټکل کوم چې راروان وخت کې به اروپا د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دین قبول کړي، ځکه چې آثار یی له اوسه څرګنده دي.

لوترون استوارد، آمریکایی مورخ، د اسلام د عظمت ثابتولو لپاره دومره بس دي چې دې ټولو ستونزو او خنډونو سره ورځ په ورځ نړۍ کې خپل حقایق څرګنده کوي.

پرنس ژوبوائی پورکنیز، ایټالوی پوهاند، د اسلام کلتور د حضرت محمد صلی الله علیه و آله زوکړې سره پيل شوي وو او د اروپا کلتور له ۶۰۰ کاله د مسیح علیه اسلام نه ورستو پیل شوي هم دا د اسلام عظمت دي.

لادین انفلین ګوبولد: اسلام په بشپړه توګه یو بې نقصه او ټولنیزه قانون دي چې هیڅکله به له منځه تري تم نشي، ځګه چې اصول یی له کلتور، منطق او عقل سره مطابقت لري.

کنت دوګوبو مسئو، د جرمنی پوهاند په «آسیا کې درې کاله» کتاب کې لیکې: اسلام د بشر لپاره یو سپېڅلی او له هر عیب او نقصه پاکه دین دي.

امیل دومنګ هام: اسلام د ختیځ او لوېدیځ زړونه هسک غږ سره ولړزولو او څه دارنګه د بشر په زړه کې کښېناستو چې تاریخ دا شان غورځنګ او پاڅون نه وو لیدلي.

ویل دورانت امریکایی فلسفي: د اسلام ړومبني تاریخ ښودنه کوي چې اسلام څومره دې لپاره چې ټولنیزه له سره جوړه کړي او پرمختګ یی کړي توان لري، د حضرت محمد صلی الله علیه و آله دین په توحید بنا دي.

مهاتما ګاندی، د هند لارښود کتاب «نوې هند» کې د حضرت محمد صلی الله علیه و آله شخصیت په اړه وایئ: ښه ده چې پرې پوهه شي چې هغه کس چې نن بې له هیڅ هو او نه، د ملیونونو انسانانو په زړه کې ځای جوړ کړي حضرت محمد صلی الله علیه و آله دي، نو ځکه زه عقیده لرم چې دا توره نه وه چې هغه وخت زیاتو خلکو اسلام ته غاړه کې ښوده، هغه یو امانتدار، ساده ژوند کوونکې او د نورو پیغمبرانو غوندې متقی وو، د خپل دوستانو او منونکو په اړه ډېر بښوونکې او په الله باندې توکل کول د حضرت محمد صلی الله علیه و آله ځانګړیتیا وي.

کارل ماکس: حقیقت کې د انکار وړ نه لري چې حضرت محمد صلی الله علیه و آله مبعوث شو چې د ټولو رسالتونو چې له هغوي نه مخکې تېر وو د نړۍ لپاره راوړي.

الکساندر دوما: حضرت محمد صلی الله علیه و آله د شرق معجزه وه، ځکه چې د هغه دین د لویو زدکړو او د سترو اخلاقو نه ډک وو او ښکلې رفتار یی لرل.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3470522


captcha